دملي اردو يو تن منسوب په نيمروز کې شهيد کړاى شو

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٧ :
دملي اردو يو تن منسوب نن په نيمروز ولايت کې  دوسله والو مخالفينو دبريد په بهيرکې شهيد اودوه تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
وسله والو مخالفينو دنيمروز ولايت  ددلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو  دمنسوبينو په يوه قرارګاه ددرندو وسلو بريد وکړ چې له امله يې دملي اردو يو منسوب شهيد او دوه  تنه نور ټپيان شول او  دملي اردو منسوبينوکله چې  په متقابل ځواب لاس پوري کړ طالبان وتښتيدل چې دهغوي  داحتمالي تلفاتوپه به باب خبرنه دى ترلاسه شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته