امنیت

دملي اردو يو افسر د څلورو تنو سرتيرو دوهلو او ډبولو په تور په بند محکوم شو .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دظفر قول اردو يو افسر دخپلو څلورو تنو سرتيرو د وهلو اوډبولو په تور په درې کاله  تنفيذي بند محکوم شو .
  تورن  په علني قضايي غوڼده کې  چې د ظفر قول اردو  د ابتدايې محکمې درييس قضاوت پال  بريد جنرال عبدالواسع محب په مشري  جوړه شوې وه  په مجازاتو محکوم شو .
  ددغې محکمې يومسوول  باختراژانس ته وويل  چې دغه افسر دظفر قول اردو د دويمې لوا دشپږم کندک  د ټولى قوماندان و چې ددغې ټولى  دڅلوروتنو بريدملانو دوهلو او ډبولو په قضيه کې  دعسکري  جزا دقانون له مخې ددريو کلونو تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شو .
په ټاکلي موده کې ددغه افسر د استيناف غوښتنې حق خوندى اعلام شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته