دملي اردو لوى درستيز دناټو سازمان دګډو قواوو له لوى قوماندان سره وکتل.
کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دملي اردو لوى درستيز دناټو سازمان دګډو قواوو له لوى قوماندان سره وکتل.
په دې دوستانه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په امنيتي حالت په افغانستان کې دسولې او امنيت په خاطر د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په رول او تر٢٠١٤ کال وروسته د دې قواوو په مرستندويه ماموريت خبرې وشوې.
په دې کارى کتنه کې دملي اردو لوى درستيز سترجنرال ارکان حرب شير محمد (کريمى)په خبروکې وويل : په تيروکلونو کې دناټو غړو هيوادو له افغانستان سره دبيارغونې په مختلفو برخو ،او امنيتي مسايلو کې زيات مرستې کړي چې په قدردانى يادونه کوو.
لوى درستيز په خپلو خبروکې دافغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا او ظرفيتونو ته په اشارې سره وويل : دهيواد زړ وره او تله ملي اردو اوس ددې ځواکمني لري چې اړوند دندې په خپلواکه توګه تنظيم ،رهبري او په هوډمنه توګه دوام ورکوي ،دوى پوره چمتووالى لري چې د ٢٠١٤ کال ترپايه ټول امنيتي مسوليتونه دنورو امنيتي ارګانونو سره په ښې همغږ ى کې په اوږو واخلى.
په مقابل کې دناټو سازمان دګډو قواوو لوى قوماندان ستر جنرال دام روز په خبرو کې دافغانستان دملي اردو د بې سارې پرمختياوې او برياوې وستايلې او ويې ويل : چې افغان ځواکونه اوس ددې وړتيا لري ترڅو ورسپارلى دندې په خپلواکه توګه ترسره کړي. ده وويل : دناټو ځواکونه ژمن دي چې دافغانستان له امنيتي ځواکونو سره دښوونې او روزنې او نورو پوځي تجهيزاتو داکمال اوپه افغانستان کې دسولې او امنيت په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، داملاتړى مرستې به تر٢٠١٤ کال وروسته هم ا دامه ولري.