امنیت

دملي اردو لوى درستيز دانتخاباتو دامنيت دتامينولو ډاډ ورکړ .

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دملي اردو لوى درستيز په يوې خبري ناسته کې ډاډ څرګند کړ چې افغان امنيتي ځواکونه په ټول توان چمتو دي چې دهيواد په ګوټ ګوټ  کې خپلو هيوادوالو ته دراي ورکولو په مهال امن او ډاډمن شرايط برابر  او تضمين کړي .
   دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ .
  دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب  شير محمد کريمي په داسې حال کې چې دملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال محمد ظاهر عظيمي يې ملګرتيا کوله، ديوې خبري ناستې په ترڅ کې دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دتياري ، ځاى په ځاى کيدنې اوښې همغږي ډاډ  ورکړ.
  لوى درستيز وويل :موږ دانتخاباتو دتير پړاوبډايو تجربو ته په کتنې دکار له هغه پيل څخه بيا تراوسه ګام په ګام مخ په وړاندې وخت په وخت مود همغږي  غونډې اوکاري کنفرانسونه په مرکز او ولاياتو کې جوړ  کړې، وضعيت مو ارزولى،  او ددې بهير دبرياليتوب په خاطر مو دقيق پلانونه جوړ او جدي امنيتي  تدبيرونه  ترلاس لاندې لرو، همدا پرون دملي اردو له قوماندانانوسره دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس او دوسله وال پوځ اعلي قوماندان حامدکرزى د ويديويي  کنفرانس له لارې ډاډ ترلاسه اوګټورې لارښوونې وکړې.
ده وويل: افغان هيوادپال  ولس بايد ډاډ ولري  چې دګران هيواد امنيتي ارګانونه  ددې ځواکمني لري  چې دسولې او وطن ددښمنانو هر راز حرکت او ناوړه پلانونه شنډ اوله منځه يوسى .
لوى درستيز ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ،موږ دخلکو د ډاډ او باور په خاطر  ډير دقيق او ضروري امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولى او دملي اردو خاص ځواکونه  په ټاکلو سيمو کې ځاى په ځاى شوي چې داحتمالي او ناڅاپي پيښو په مهال  دچټک غبرګون قدرت لري اوکولاى شي چې هغه ډير ژر اوپه جتګۍ  سره شنډ کړي .
لوى درستيز  په خبرو کې زياته کړه، موږ له ټولو ارګانونوسره نږدې همغږي تامين کړى او دچارو ټول اړخونه مو سنجولي دي نوله همدې امله افغان ولس ته ډاډ ورکوو چې دهيواد امنيتي ځواکونه په ټول توان هر راز سرښندنو  ته چمتوالي لري  دوى بايد په پوره ډاد درايو مرکزونو ته لاړ شي او خپلې  راي ددې برخليک ټاکوونکي بهير دبرياليتوب په خاطر دنظر وړ نوماند ته وکاروي .
  ددې خبري کنفرانس په پاى کې لوى درستيز دخبريالانو اوژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته