کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه :
دملي اردو شپږتنه سرتيري نن په هرات ولايت کې شهيدان شول او درې تنه نوريې ټپيان شول،.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دهرات ولايت د٢٠٧ ظفرقول اردو ددويمې لواسرتيري ، دفراه و لايت دبالابلوک ولسوالۍ په لاره کې ددښمن له کمين سره مخامخ شول چې دنښتې له امله دملي اردو شپږتنه سرتيري شهيدان او درې تنه نوريې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې، دملي اردو يو تن منسوب دزابل دچارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شهيد اويوبل منسوب دلوګرولايت په څرخ ولسوالۍ کې ټپي شوي دي .
دغه راز دملي اردوځواکونودزابل ، پکتيا اونيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې دخپلو امنيتي دندو په بهيرکې نهه ماينونه کشف اوشنډکړي دي.