کابلباختردميزان١٠
دملي دفاع وزارت يوخبرځاى وايي د زيات ثبات دټينګښت په مقصددملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات د هيواد په ځينو ولايتونو کې دوام لري .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ : دثبات تامينولو او دسوله ييزې فضا درا منځته کولو په مقصددملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات
د کونړ ولايت دپيچ درې ، دپکتيا ولايت د زرملې ، دپکتيکا ولايت د مټا خان ، دقندهار ولايت دارغنداب دولسواليو ، دلوګر ولايت دمرکز دفراه ولايت ،دهلمند ولايت د نا وې ، دفارياب دپښتون کوټ ، دکندز دخان آباد او دبدخشان د وردوج اودکران اومنجان دولسواليو او د فراه ولايت په مربو طاتو کې دوام لري .
ويل کيږي دملي اردوځواکونو ددغو عملياتو په بهيرکې ښه برياليتوبونه درلودل او دښمن ته دسر زيات زيان اوښتى دى چې جزئيات يې وروسته خپريږي
0 1 دقیقه لوستل