دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال ياغيان ووژل شول

کابل باختر دتلي  شپاړسمه
  دکونړ ولايت دناړى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات پاى ته ورسيدل .
دغه عمليات چې دوسله والو مخالفينو له  شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد  پرون پيل شوي وو نن پاى ته ورسيدل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ. ددغو عملياتو په بهير کې  څلور تنه ياغي طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول او دغه راز يوه اندازه درانده او سپک  جنګي وسايل هم  ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي چې دوژل شويو ياغيانو مړي تراوسه پورې دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته