امنیت

دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
د ملي اردو دوه تنه سرتيري تېر ماښام په پکتيا ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل دباختر آژانس ته وويل : دملي اردو دغه سرتيري هغه وخت شهيدان شول چې د دوى دسپرلۍ موټر د زرملى ولسوالۍ د سهاک په ساحه کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
خبرځاى زياته کړه: د دغې پيښې په اړوند دوه تنه په ساحه کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته