دملي اردو دوه تنه سرتيرى دننګرهار په بټي کوټ کې ټپيان شول.

کابل – باختر دمرغومې لسمه :
دملي اردو دوه تنه منسوبين پرون دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ ټپيان شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوى زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
وسله والو مخالفينو دننګرهار ولايت په بټي کوټ  ولسوالۍ پورې اړوند دريم فارم په ساحه کې دملي اردو په کتار بريد وکړ.
او له امله يي دملي اردو دوه تنه سرتيرى ټپيان شول ديوبل خبرله مخې دکونړ ولايت سيمه ييزو پوليسو د وسايطو ضد يو ماين چې دوسله والو مخالفينو له خوا ددغه ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړى شوى و ،کشف او شنډکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته