کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دملي اردو دوه تنه سرتيري پرون په ننګرهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو دوه تنه سرتيري دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندې په وخت کې په ښخ کړاى شوي ماين وختل او شهيدان شول او او ددغو ځواکونو څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه راز د دغو ځواکونو دوه تنه سرتيري د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې او د سمنګانو ولايت د رباتک دغاښي په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له
امله شهيدان شول او دوه تنه نورپه هلمند ولايت کې په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ