دمطبوعاتو دقانونمندى کميټې نن خپل شتون اعلام کړ

کابل  باخترد ثور  دمياشتې  ٤ :
دمطبوعاتو د قانونمندى کميټې نن خپل شتون اعلام کړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ د دغې کميټې يوه غړى سيد داوود يعقوبي خبرې وکړې او وې ويل چې دغه کميټه ملي حرکت کوي او د مطبوعاتو د مخکښو په وسيله جوړه شوې ده، نه دولتي ده ، نه مافيايي، نه اپوزيسيوني او نه هم طالباني.
ده وويل: دغه کميټه له دې وروسته هغه ناوړه کارونه چې په ځينومرکزو نوکې شته؛ بر بنډوي.
دباخترآژانس د خبرله مخې: سيد داوود يعقوبي په دې غونډه کې ځينې  داسې سندونه وښودل چې دده په خبره هغه مرستې چې د رسنيو د وړتيا او له هغوى سره دمرستې په مقصد شوې دي؛ خو په لا زمه توګه نه دې لګيدلې.
ده انټرنيوز اوونۍ ته اشاره وکړه چې په کال کې څه دپاسه يوويشت مليونه ډالره له (يو اس ايد) څخه اخلي چې د هغو د لګولو په برخه کې شک او تريد شته.
ده د رسانه يي سرغړونو د څيړنې د کميسيون او له نورو مرکزونو څخه و غوښتل چې موضوع تعقيب کړي.
په همدې حال کې د رسنيو د ملاتړ مسوول مجيب خلوتګر د رسنيو د څارنې مسوول صديق الله توحيدي ديعقوبي څرګند ونې ردې کړې او وې ويل چې (نى) په کال کې نږدې يو مليون ډالره د هيواد په مرکز او ولايتو نوکې لګوي او په پرله پسې هلوځلو سره، په دې بريالي نشو چې په دې باب د انټر نيوز نظر له ځان سره ولرو.
يعقوبي چې د آيينه روز د اوونيزې مسوول مدير دى؛ د دغو سندونو يوه برخه د آيينه روز د ثور د مياشتې د لومړۍ نيټې په ګڼه کې چاپ ګړې ده.
ده دغه راز د امريکا د متحده ايالاتو له پرمختيايي ادارې څخه وغوښتل چې له دې وروسته له رسنيو سره د مرستې په نامه له رسانه يي مافيا سره مرسته و نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته