نړۍ

دمصر په پخواني جمهور رييس په قطر دمصر دمحرمانه اطلاعاتو دپلورنې تور ولګول شو.

قاهره بي بي  سي   باخترد وږي دمياشتې  ١٦  :
دمصر محکمې  ددغه هېواد په  ګوښه کړاى شوي  جمهور رييس محمد مرسي  تور لګولى دى  چې  دخپل هېواد دملي امنيت په اړوند يو لړ مدارک يې  قطر ته سپارلي دي.
باخترآژانس دبي بي سي دخبري سايټ له خولې  خبر راکړ :
په مرسي تورلګول شوى دى چې دمصر په ملي امنيت پورې اړوند يومليون  ډالره  مدارک يې دقطر  اطلاعاتي بنسټونو ته تحويل کړي دي  او دوى يې په دوحه کې دالجزيرې دټلويزيون شبکې له لارې بهرنيو اطلاعاتي بنسټونو ته  رسولي دي .
مرسي  دتيرکال د چنګاښ دمياشتې په لومړيو وختو کې اوله پوځي کودتا وروسته  له خپل مقام څخه ګوښه شو او همدا اوس  په بند کې شپې تيروي.
قطر داخوان المسلمين دډلې  ملاتړى بلل کيږي   او مرسي هم په هغې پورې اړه لري ، دمحمد مرسي دګوښه  کيدو او نيول کيدو له  وخت څخه دمصر اوقطر اړيکې  تيرنګلې شوې دي.
مرسي  دګوښه  کيدو له وخت څخه څو ځلې په محکمه کې  حاضر شوى دى ترڅو هغه تورونه  چې دده پرخلاف طرحه شوې دي وڅيړل شي .
مالي فساد  او دتاوتريخوالي لمسونه  دده پرخلاف  نور طرحه شوي تورونه دي.
مرسي په  وار وار ويلي دي  چې ځان  دمصر قانوني   جمهور رييس بولي  او هغه محکمه چې دده پرخلاف جوړه شوې ده  غير قانوني بللې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته