قاهره نيوزنو باختر د غبرګولي دمياشتې ٨ :
د اردو پخوانى قوماندان عبدالفتاح السيسي د رايو په غوڅ اکثريت سره دمصر دجمهوري رياست دانتخاباتو دلومړنيو نتيجو مخکښ پيژندل شوى دى او په سلو کې نوي رايې يې ترلاسه کړې دي .
په همدې حال کې ګومان کيږي چې په دغو انتخاباتو کې د مشارکت کچه په سلو کې له پنځه څلويښتو څخه لږه و.
عبدالفتاح السيسي يو کال مخکې د اردو په مرسته محمد مرسي ګوښه کړ او هغه يې له محاکمې پرته بندي کړ.
محمد مرسي دمصر لومړنى جمهور رييس و چې د آزادو او ديموکراتيکو انتخاباتو له لارې واک ته ورسيد.
جنرال السيسي له انتخاباتو مخکې له خپل مقام څخه استعفا وکړه چې وکولاى شي په انتخاباتو کې ځان کانديد کړي.
د ده د واکمنۍ په دوره کې داخوان المسلمين غورځنګ چې د مرسي ملاتړي و، وځپل شو چې په دغه بهير کې داخوان المسلمين يو زروڅلورسوه تنه غړي ووژل شول او شپاړلس زره تنه نور يې ونيول شول.
0 1 دقیقه لوستل