رياضباختر د ميزان١٦
دمصرموقت جمهور رييس عدلي منصوردسعودي عربستان له باچاملک عبدالله سره د جدې په ښار کې وکتل .
دسعودي عربستان رسمي خبرځايونو خبر ورکړ چې د دغه هيواد باچا دمصرله موقت جمهور رييس سره له کتنې وروسته وويل : چې د هرراز بهرني لاسوهنې او په تيره بيا دترورستانو دمقابلې لپاره د مصر ترڅنګ ودريږي .
عدلي منصور پرون د مصر د اردو له خوا دجمهوري رياست له مقام څخه دمحمد مرسي له ګوښه کولو وروسته دمصر دجمهور رييس په توګه په خپل لومړني بهرني سفرکې عربستان ته ورسيد اودجدې په هوايي ډګر کې دسعودي دوليعهد له خوا يې هرکلى وشو .
سعودي عربستان د هغو لومړنيو هيوادو نو څخه و چې دمحمد مرسي دګوښه کيدو هرکلى يې وکړ او له مصرسره يې دپنځو ملياردو ډالرومالي مرستې ژمنه وکړه .
ټاکل شوې ده عدلي منصور له سعودي عربستان څخه اردن ته لاړ شي .
1 1 دقیقه لوستل