دمشرانو جرګې لو مړي نايب محمدعلم ايزديار نن دکابل ښار دشپاړسمې نا حيې ددوکاندارانو اوکارګرانو داتحاديې ستو نزې وا وريدې .
کابلباختردثور٢١
دمشرانو جرګې لو مړي نايب محمدعلم ايزديار نن دکابل ښار دشپاړسمې نا حيې ددوکاندارانو اوکارګرانو داتحاديې ستو نزې وا وريدې .
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترا ژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې څوتنو د نورو په استازيتوب دافغاني ساختماني دستګاه له خوا دخپلودو کانونو د وجاړولو په باب خپل شکايت طرحه کړل او وي ويل:
له شپاړسو کلونو را په ديخوا دښارجوړولو د چارو وزارت په تفاهم سره دساختماني دستګاه په سا حه کې فعاليت درلود . اوس د افغاني ساختماني دستګاه مسوولين دکافى وخت له په پام کې نيولو پرته ددوى ددوکانونو په ويجاړولو اقدام کړي دي .
د مشرانو جرګې لومړي نايب دغه ستونزې موجه وبلل او ژمنه يې وکړه چې داړونده کميسيون له لارې به دغه ستو نزه وڅيړل شى.