سیاست

دمشرانو جرګې غونډۀ وکړه

کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :

دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې دهيواد دلوړو زد ه کړو موسسو ته دنږدي څلويښتو زرو تنو ځوانانو دلاري موندلو دهرکلي  په ترڅ کې دزرګونو تنو نورو دبي سرنوشتي  په باب انديښنه څرگنده  شوه.

باختراژانس ته دمشرانو جرګې دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې،  په دې غونډه کې  چې دسنامجلس درييس فضل الهادي مسلميار په مشري جوړه شوه  سناتورانو  دهيواد دتعليمي اوتحصيلي  بهيردکمي اوکيفي  حالت په باب خبرې وکړې او دوزګارو کسانو په ليکو کې دزرگونو تنو ځوانانو دزياتوالي ، دنيمه لوړو په تحصيلي موسسو کې دشپيتو زرو تنو ځوانانو دويش دڅرنګوالي دنه معلوموالي  ، دروان کال دکانکور دازموينو  دکمزورو اوپياوړو ټکو دڅيړنې ، دشرايطو دنه مساعدوالي له امله دهلکانو په نسبت  دنجونو دچانس  دکموالي اودناامنو  ولايتو نجونو اوهلکانو ته ديومثبت  توپير يا ونډي  دعملي کولو دطرحې اودهيواد په بيلابيلو ولايتونو اوولسواليو کې دپوهنې  اودلوړو ز ده کړو دبي انډولي په باب خبرې وکړې او دښوونکو روزنې ته دټيټو نمرو ټاکنه ، زيات شمير ښوونکوته دځمکو دنمرو  نه ويش  ، په ناامنو ولايتونو کې دڅه دپاسه پنځوسو ښوونځيو تړل کيدل   له دقيقي څارنې  پرته له هيواد څخه په بهرکې  دپوهنې دمليونونو ټوکو کتابونو چاپول   دتحصيلي بورسونو دويش  نه شفاف والي ، دولايتونو دښوونکو دعلمي سويې  ټيټوالي او دپوهنې  وزارت له خوا په دې لاره کې داغيزمنوپروګرامونو نشتوالي او دهيواد په پوهنه کې په لوړو معاشونو سره کم سوادو سلاکارانو داستخدام اوپه پاى کې دلوړو زده کړو وزارت ظرفيت جوړولو  ته دحکومت نه پاملرنه  چې ددفاعي  چارو بودجه په سلو کې  اووه پنځوس  اودلوړو زده کړو په سلو کې نږدي  دوه احتوا کوي  هغه عوامل وبلل  چې دهيواد لوړى زده کړې يې له بحران سره مخامخوي  اوپه داسې ټولنه کې چې زياتره  مرکزونه يې بايد له سره جوړشي  .دتعليم اوتحصيل انګيزه له منځه وړي چې دنه انډول په موضوع کې کولاي شو په غزني ولايت کې دشپږسوه دريو تنو نجونو په گډون ددري زره يوسلو پنځوڅلويښتو تنو دلاري موندلو اوپه مقابل کې  په نورستان  ولايت  کې ديوې نجلي  په گډون يواځي پنځو تنو دبرياليتوب يادونه وکړه  اويا دارزګان اوپکتيکا په ولايتونو کې دهيڅ نجلي دنشتوالي اوپه مقابل کې  په بلخ ولايت کې ديوزرو اويا تنو دبرياليتوب يادونه وکړه او يا دا چې دکندز ، ننګرهار  اوکابل په و لايتونو کې لوړو زده کړو ته له هرو شپږو تنو څخه دنږدي يو تن لاره موندلې ده په داسې حال کې  چې په دايکندي ولايت کې له هرو دوو تنو څخه يوتن اوپه ميدان وردګو کې له هرو دريو تنو څخه دوه تنه بريالي اعلام شوي دي .

دلوړو زده کړو  وزارت سايت  ته په مراجعي سره کولاي شو دې نتيجې ته ورسيږو چې په ځينو برخو کې دوه تنه په يوي  آي ډي  کارت اويوې نمري معرفي شوي دي اوپه ځينو مواردو کې يو تن په يوه آي ډي  اوپه دوو  ډولونو کې  په يوه کې بريالي اوپه بله کې  بي نتيجې ليدل کيږي  چې له دې جملې څخه کولاي شو له کابل څخه  دسکينې  دقمبرعلي  دلور  اودليمې  ددين محمد دلور  اوله ننګرهار ولايت  څخه دنورين  دجنت ګل  دزوي نومونوته پاملرنه وکړو .

 په غونډه کې دکندزولايت  سناتور انجينر محمددين  همدرد  ددغه ولايت  ديوشمير اوسيدونکو دمعلوماتوله مخې  په کندزکې  دکانکور دازموينې دنه شفافيت  او ددغه ولايت   له هر زده کوونکي څخه دپنځوسو نمرو دکمولو په داسې حال کې  يادونه  وکړه چې دکابل اوکاپيسا په ولايتونو کې دپنځوسو پنځوسو نمرو دکمولو په باب هم اوازي   اوريدل کيږي .

خو دهغومعلوماتوله مخې چې دلوړو زده کړو وزارت ويندوى عظيم نوربخش  دمشرانو جرګې  دمطبوعاتو رياست ته وړاندي کړل  وويل   چې په هيڅ ولايت کې دهيچانمره  کمه اويا زياته شوې نه ده . او دغه شان اوازي دلوړو زده کړو  له پاليسي سره سمون نه لري اوهيڅکله  امکان منونکي نه دى.

دغونډې په پاى کې څرگنده شوه چې دنتيجو په پام کې نيولو سره په ازموينو کې انډول نه دي رعايت شوي اويوشمير زده کوونکو زياتي نمري  لرلي  چې بي نتيجې  اعلام شوي دي په داسې حال کې  چې په انتخاب کې تيروتنه له فروعاتو څخه دى  او ددوى په باب بايد نوي نظر وشي  اودغه ازموينه  له خپلو ښيگڼو سره سره  لوړ کمزورتيا هم لري چې بايد دلوړو زده کړو وزير او ددغه وزارت معين   ، دپوهنې وزير اودکار اوټولنيزو  چارو وزيره دې  دمشرانوجرګې په يوه غونډه کې گډون وکړي  او ددغو پوښتنو اودهغوځوانانو دبرخليک په باب چې بي نتيجې پاتې دي  اوکال په کال شميريې زياتيږي چې دهيواد په امنيت باندې هم اغيزه کوي او دغه ر از ددغو وزارتونو دراتلوونکو پروګرامونو په باب ځواب ووايي .  البته په غونډه کې ډيره توده موضوع  دبهرنيوتحصيلي بورسونو مسله وه چې دځينو سناتورانو دڅرگندونو له مخې  يادخپلوي اومالي فساد له مخې اويا دځينو مقاماتو  اودپارلمان  دغړو په سپارښتنه  داشخاصو په انتخاب کې بي عدالتي شوې ده چې دلستونو له مخې بيا وڅيړل شي  خولومړي  دارزګان ولايت په ترينکوټ ښارکې دمشرانو جرګې  دپنځلسمې دورې دغړي حاجي خيرو خان  اودهغه ددريو تنو ساتونکو وژل کيدل  چې ويل کيږي  دطالبانو له خوا شوي دي په کلکه وغندل او دارواښاد او ددغې پيښې  دنورو شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه اودکورنۍ اوخپلوانو ته يې دجميل صبر هيله وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته