سیاست

دمشرانو جرګې درييسانو کميټې غونډه وکړه

_ کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دمشرانو جرګې درييسانو دکميټې  غونډه نن  ددغې جرګې  ددويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په مشرۍ جوړه شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په غونډه کې  دعمومي غونډو  داجندا  دټاکنې او دکميسيونونو دکاري چارو
دتنظيمولو په باب دخبرو په ترڅ کې پريکړه وشوه  چې دعامې روغتيا، له نشه يي
توکوسره دمبارزې ، دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزيران  دې دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې له رييسې   او دکورنيو چارو  وزارت  له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو له معين سره دنشه يي توکو دکرکيلې اوقاچاقو دمخنيوي ،. دروږدو کسانو ددرملنې   او دکار موندلو دزمينو دبرابرولو په باب دې  دروان کال  دغبرګولي دمياشتې دشپږمې نيټې په غونډه کې  معلومات ورکړي  او دغه راز دولايتي شورا ګانو ، مصوونيت او دامتيازونو کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې  ددولتي لوړ رتبه مقاماتو دمعاشونو او امتيازاتو دقانون دپنځمې مادې دتطبيق څرنګوالي  دې داړوندو ارګانونو له مسوولينو سره وڅيړي او نتيجې يې درييسانو دکميټې راتلوونکې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته