دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې له فرانسې سره دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت ددوستي او همکاري تړون تصديق شو

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دفرانسې  له جمهوريت سره دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  ددوستي اوهمکاري تړون تصديق شو  اودبوډاګانو دکور جوړول له تندغبرګون سره مخامخ شول.
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ په دې غونډه کې چې دمشرانو جرګي دلومړۍ نايب محمدعلم ايزديار په مشرۍ جوړه شوې وه ، دنړيوالو چارو دکميسيون غړي نجيبې حسيني دافغانستان داسلامي جمهوريت  اوفرانسې ترمنځ ددوستي اوهمکاري دتړون  دمحتواپه باب څرگندونې وکړي  او ويي ويل  چې دغه تړون  دامنيت ، دفاع ، اقتصادي پرمختيا ، تحصيلي همکاريو ،ښې حکومت والي ، دبنسټونو دجوړولو  او ددواړو هيوادونو دواکمنو شخصيتونو ترمنځ دسوداګرۍ دودې په برخو کې  داړوندو لورو  دهمکاريو په مقصد د ٢٠١٢ کال  دجنوري په مياشت کې لاسليک شوي دي .
وروسته دغه سند چې دنړيوالو چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې  تر تدقيق اومطالعې لاندې نيول شوي و.، پښتو اودري متن يې په جلاجلا توګه  دنجيبې حسيني اودپوهنمل حميرانعمتي له  خوا غونډې ته وړاندې شو چې دسناتورانوله خبرو وروسته دعنوان په متن کې يې دمجلس  دغړو دملاحظاتو په پام کې نيولوسره دغه تړون په يوه سريزه اوديارلسو مادوکې درايو په اکثريت  تصديق شو.
دغه راز  له  اجنداسره سم  د مجلس غړو  دافغاني سرې مياشتې  دټولنې له خوا دبوډاګانو دکور دجوړولو په باب خبري وکړي او ويي ويل  چې د دغې اداري  دغه تصميم داسلامي ارزښتونو او دافغاني فرهنګ دبډايو معيارونو  پرخلاف دې او زياته يې کړه  چې دپلار او مور  حقوق په قرآن عظيم الشان اوپه نبوي (ص )  په احاديثو کې تسجيل شوي دي  اوپه افغاني ټولنه کې دبوډاګانو کورونو ته دميندو اوپلرونو استول  ننګ او عار بلل کېږي اوڅرگنده يې کړه چې بايد  دافغاني سرې مياشتې ټولنه بوډا ګان اوبې سرپرسته ليونيان  له يتيمو ماشومانو اوسوالګروسره ترملاتړلاندې ونيسي اودمرستونونو دپراختيا اوپياوړتيا  په لاره کې دې جدي هلې ځلې وکړي.
دغه راز سناتورانو په خپلو خبرو کې دهيواد په مرکز اوولايتونوکې دمرستونونو په ګډوډ حالت باندې  انتقاد وکړ او ويي ويل چې بايد  ددارالمساکېنو  دبيا جوړولو  او احياکولو په برخه کې اساسي پاملرنه وشي . خويوشمير نورو سناتورانو دبوډاګانو دکورونو جوړول په افغاني فرهنګ تعرض  وباله .
غونډې دمجلس دغړو دوړانديزونو اونظريو په پام کې نيولوسره ټينګار وکړ چې له اړو کسانوسره  دمرستې په لاره کې  دې  داسلام دمبين دين له ارشاداتو او دافغاني ټولنې له فرهنګي معيارونوسره سم ملاتړيز مرکزونه جوړ شوي او هم پريکړه وشوه چې  دافغاني سرې مياشتې دټولنې رئيسه ميرمن فاطمه ګيلاني دې  دمشرانو جرګي په يوه غونډه کې دخپل دغه تصميم په باب دسناتورانو پوښتنوته ځواب ووايي.
دغه راز دغونډې په پيل کې سناتور عارف الله پښتون دخوست ولايت دځانمرګې بريد په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې ددغه بريدله امله نږدي شپيته تنه ملکي وګړي شهيدان اوټپيان شوي دي.
دمجلس غړو ددغه تروريستي عمل دغندلو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې امنيتي ارګانونه دې بايددتروريستي پيښو دعاملينو دنيولواودخلکو دامنيت په تامينولو کې پرله پسي هلې ځلې وکړي او هم دکلام الله مجيددڅو مبارکوايتونو په لوستلو سره ددغې پيښې دشهيدانو پاک  روح ته دعاوشوه اوشهيدانو ته دفردوس جنت اوټپيانو ته دسملاسي روغتيا اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبرهيله وشوه.
دغه راز په غونډه کې  سناتور مولوي عبدالوهاب عرفان دايران دمازندران په ولايت پوري اړوند  په ساري جيل کې دافغان بنديانو په وړاندې دايران دحکومت په نوى تصميم  سخته نيوکه وکړه  او ويې ويل  چې دايران پرخلاف دنړيوالې ټولنې په تيره بيا دامريکا دمتحده ايالاتو له اقتصادي بنديزونو اوله سياسي فشارونو وروسته ، ددغه هيواد حکومت  هغه  افغان بنديان چې په ابد بند محکوم شوي و ، هغه يې بيا په اعدام محکوم کړي دي  چې دغه اقدام نه يوازي  ددواړو هيوادونو ترمنځ له ژمنوسره  په مغايرت دي بلکې دښه ګاونډيتوب دموازينو اودنړيوالو ميثاقونو پرخلاف هم دي  او زياته يې کړه چې تراوسه پوري  دافغانستان دبهرنيو چارو  وزارت له  خوا هيڅ راز عملي اقدام نه دي شوي .
دغه راز يوشمير سناتورانو له پاکستان سره دستراتيژيکي موافقه ليک دلاسليک په باب  خپلې نظريې څرگندې کړي او ويې ويل چې پاکستان تل زموږ په هيواد کې دتاوتريخوالې سبب شوي دي  له ټولو هلوځلوسره سره خپلو راکټي بريدونو ته دوام ورکوي  او  دتروريستانو ملاتړ کوي.  اوهم يې څرگنده کړه سره له دې چې افغانستان  له څو هيوادونوسره  ستراتيژيکي تړونونه لاسليک کړي  دي خوعملي نتيجې يې تراوسه پوري خلکو نه دي احساس کړي.
غونډې  دمجلس دغړو دنظريو له څرگنديدو وروسته دنړيوالو چارو  کميسيون ته دنده وسپارله  چې دبهرنيو چارو وزارت له اړوندو مسوولينو سره دي  دافغان بنديانو داعدام دحکم  اوله پاکستان سره دستراتيژيکې تړون دلاسليک کولو دڅرنګوالې په باب  جدي خبري وکړي اوپه دغو مواردو کې دې خپل رپوټ عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
ديوبل خبرله مخې دکابل ښار په اوومې  ناحيې پوري اړوند دسلطان راضيې دنجونو دليسې يوشمير زده کوونکو اواستادانو دمشرانوجرګي داطلاعاتو اوعامه ارتباط درياست دروزنيزو پروګرامونو په چوکاټ کې نن  د مشرانو جرګي دعمومي  غونډې   بهيراودملي شورا بيلابيلې برخي وکتلي اودمشرانو جرګي له دويم نايب  حاجي رفيع الله ګل افغان سره  دغونډي په ترڅ کې يې خپلې يولړ ستونزي او وړانديزونه طرحه کړل چې دسنامجلس ددويم نايب له خوا دطرحه شويو ستونزو دلري کولو په باب دهمکاري ژمنه وشوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته