دمشرانو جرګي په عمومي غونډه کې يو لړ موافقه ليکونه تصويب شول
کابل باختر دلړم څوارلسمه
دسنا مجلس دلومړۍ نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دالمان دفدرالي جمهوريت ترمنځ ددوه اړخيزي همکاري موافقه ليک او دافغانستان او دسارک دغړو هيوادونو ترمنځ دژوندانه دچاپيريال دهمکاريو په باب دسارک کنوانسيون تصديق او دمالي چارو او دعامه لګښتونو داداري دقانون ديو شپتيمې مادي دتعديل طرحه تصويب شوه .
دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه سندونه چې دنړيوالو چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې څيړل شوي و دسناتورانو نجيبې حسيني او دحميرا نعمتي له خوا وړاندې شول چې دافغانستان او المان ترمنځ ددوه اړخيزي همکاري موافقه ليک په يوه سريزه او نهومادو کې او دافغانستان اودسارک دغړو هيوادونو ترمنځ دژوندانه دچاپيريال دهمکاريو په باب دسارک کنوانسيون په دولسو مادو کې تصديق شول .
دغه راز دمالي او دعامه لګښتونو دچارو داداري دقانون ديو شپتيمي مادي دتعديل طرحه چې دملي اقتصاد ، مالي او بودجي په کميسيون او په نورو کميسيونونوکې تر تدقيق لاندې نيول شوې وه ، دسناتورانو مولوي عبدالوهاب عرفان او د ډاکتري انار کلي هنريار له خوا وړاندې شوه چې دغړو له خوا دنظر له څرګنديدو وروسته تصويب شوه خو دغونډي دازادو خبرو په برخو کې سناتور ګل احمد اعظمي په فراه ولايت کې اته سوه تنو ښوونکو ته دښارګوټې دجوړولو په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې په فراه ولايت کې بنديان په ټاکلي وخت دخپلو نسبتي دوسيو دپړاونو دنه بشپړيدو له امله سخت شکايت لري .
او دموضوع دڅيړنې لپاره دلوى څارنوالۍ له خوا ديو واکمن هيئت داستولو غوښتنه کوي .
سناتور نعمت الله پوپل څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې بزګرانو داړوندو ارګانونو په غوښتنه دکوکنارودکرکېلې په بدل کې دپومبي او ځينو غلوډانو په کرکېلې لاس پوري کړ چې په زرګونو ټنه پومبه ترلاسه شوه خو مسوولينو دبازارموندلو زمينه مساعده نه کړه چې دپومبي کروندګر له زياتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او خبر داري يې ورکړي دي که چېري په دې لاره کې لازمه پاملرنه ونه شي دکوکنارو کرکېله په زياته شي اوهم ده په دغه ولايت کې ديو معياري روغتون دجوړولو غوښتنه وکړه او دخوست ولايت سناتور عارف الله پښتون په ټاکلي وخت دګرديز خوست سړک په نه جوړيدو ددغه ولايت دسناتور له خوا انتقاد وشو او په دې برخه کې دمسوولينو پاملرنه جلب شوه .
دغه راز يو شمير سناتورانو د١٣٩٣کال دوري دمياشتي په شپاړسمه نيټه دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دوخت داعلام هرکلي وړ اوپه اوسنيو شرايطو کې يې يو وخت انتخابات دهيواد په ګټه وبلل که چېري هر انتخابات په جلا جلا توګه ترسره شي ددولت له مالي توان څخه لري دي اوڅرګنده يې کړه چې دانتخاباتو دترسره کولو تروخته پوري کافي وخت شته چې دالکترونيکې تذکرو دويش په برخه کې چې تقلبونه کموي اقدام وشي او هم څرګنده شوه چې دخيرخانې دساحي په صرافانو له يوي نيمي مياشتې راپديخوا څوځلې دوسله والو غلو له خوا بريد شوي دي لکه څنګه چې پرون يو صراف دپوليسو ديوولسمې حوزي په ساحه کې دوسله والو غلو له خوا ټپي کړي شو او ددغي حوزي مسوولينوکوم اقدام ونه کړي شو چې دهغوى دامنيت په تامينولو باندې ټينګار وشو .
دغه راز په غونډه کې له ٢٠١٤ کال وروسته د مجاهدينو دنظامي قطعاتو دجوړولو په باب د انرژي او اوبو دوزير محمد اسمعيل وروستي طرحه ديو شمير سناتورانو له غبرګون سره مخامخه شوه او وويل شول چې دغه عمل دمرکزي دولت په زيان دي او دسيمي هيوادونه به له دې څخه ناوړه استفاده وکړي اوښه به وي چې دامنيتي تشي د ډکولو لپاره دي امنيتي ځواکونه پياوړي اوسمبال شي او دولت دې ددغو انديښنو دلري کولو په لاره کې ملي تصميمونه ونيسي ، په پاى کې وپتيل شوه . چې دغه موارد دې دمشرانوجرګي داړوندو کميسيونونو او دهغې داارالانشا له لاري تعقيب شي .
دغه راز په غونډه کې دطالبانو له خوا په قندهار ولايت کې په واټونوکې ماين ښخوول چې له امله يې ددغه ولايت دډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان رحمت الله و وژل شو په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل شول او ددغې پيښې دعاملينو په نيولو باندې دټينګار په ترڅ کې دکلام الله مجيد دڅومبارکو ايتونو په لوستلو سره دده پاک روح ته دعا وشوه .
ديوبل خبر له مخې دکابل ښار په شپږمې تعليمي حوزي پوري اړوند دعلاوالدين دليسې يو شمير زده کوونکو او استادانو دمشرانوجرګي ددارالانشا داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست دروزنيزو پروګرامونو په چوکات کې دمشرانوجرګي دعمومي غونډي بهير او دملي شورا نوري څانګې وکتلي .
ددغې کتنې په بهير کې دمشرانوجرګي دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان له هغوى سره دکتنې په ترڅ کې دهغوى ستونزي واوريدي او دهغو په حل کولو کې دې دهمکاري ژمنه وکړه .