دمشرانو جرګي هيئت دنړۍ دبين الپارلماني اتحاديې په غونډه کې ګډون وکړ
کابل باختردلړم دمياشتې ١١ :
دمشرانو جرګي هيئت په کاناډاکې دنړۍ پارلمانونودبين الپارلماني اتحاديې په يوسلو اووه ويشتمه غونډۀ کې له ګډون وروسته نن هيواد ته راستون شو.
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس خبرورکړ.
دغه غونډه چې دکاناډا په کېوبک ښارکې جوړه شوې وه دملي شورا دمشرانو جرګي درييس فضل الهادي مسلميار پيغام دسناتور محمديونس تخاري له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې ددغې غونډي په ارزښت باندې په ټينګار سره هيله شوې ده چې نتيجې يې دسيمه ييزي اونړيوالې سولې اوثبات ، ترقي ، پرمختيا اودبشريت دسوکالۍ او نيکمرغي په کار کې ګټوري وي اودافغانستان دملي شورا دمشرانو جرګه ددغې غونډي له خوا دټاکلو هدفونو په عملي کولو کې هراړخيزي هلې ځلې کوي .
ديادونې وړ ده : دافغانستان دملي شورا ددواړو مجلسونو پارلماني هيئت چې دولسي جرګي درييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ د آي پي يو په يوسلو اووه ويشتمه غونډه کې ګډون کړي دي سناتورانو محمديونس تخاري ، نثاراحمدحارث او ميرمن طيبي زاهدي اودمشرانو جرګي ددارالانشا دلوي رياست مرستيال څيړنوال شاه محمدعاکفي، دسنامجلس اوددغه مجلس ددارالانشا له خوا په غونډه کې استازيتوب کاوه .
دمشرانو جرګي دپارلماني هيئت ددغه سفر ترڅنګ دنړۍ دپارلمانونو يوشميررئيسانو او استازوسره دعلاقې وړ موضوعګانو اودبين الپارلماني اړيکو دټينګښت په باب خبري شوي دي.