دمشرانو جرګي لومړۍ نايب دپروان ولايت له مسوولينوسره وکتل
کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
دسنامجلس لومړۍ نايب محمدعلم ايزديار نن دپروان دوالي عبدالبصيرسالنګي ، دملي امنيت له رييس اوددغه ولايت دولايتي شورا له رييس سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دمشرانو جر ګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې دغو مسوولينو دامنيتي حالت اوددغه ولايت دبنسټيزو پروژو دتطبيق او دځينو اړتياو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې دروان کال دغبرګولې دمياشتي دپيښې په اړوند چې دپروان ولايت په سيدخيلو ولسوالۍ کې رامنځته شوه خبري وکړي او ويي ويل چې ددغې پيښې په اړوند دوه ډلې مشکوک کسان تثبيت شوي دي او دپيښې داصلي عاملينو دنيولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
ديادوني وړ ده چې دوو کورنيو څه موده مخکې په پنجشير ولايت کې دواده په مراسمو کې ګډون کړي وو چې له دغه ولايت څخه دستنيدو په وخت کې دپروان ولايت دسيدخيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا وسله وال بريد پري وشو چې له امله يې دښځو اوماشومانو په ګډون څوارلسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
دمشرانو جرګي لومړۍ نايب دپروان ولايت دمسوولينو دڅرگندونو له اوريدو وروسته دهغوى دکړو وړو له امله قدرداني وکړه او ټينګاريې وکړ چې ددغې پيښې په څيړنه کې دې لازم اقدامات وشي .