سیاست

دمشرانوجرګې غونډه جوړه شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه :
د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې په نننۍ غونډه کې یو عنوان نړیوال سند تصدیق او د هېواد په روان وضعیت نظریې وړاندې شوې.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په نننۍ ناسته کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخوالي په اړه د افغانستان او تاجیکستان تر منځ هوکړه لیک چې د مشرانو جرګې په کمېسیونونو کې تر څېړنو لاندې نیول شوې وو د نړیوالو چارو د کمېسیون د ريیس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او د جرګې د غړو له خوا تصدیق شو.
دغه راز د سناتورې ګلمرۍ لغمانۍ د لوړې مراسم چې په دې وروستیو کې د جمهور رئیس له خوا د مشرانو جرګې د  غړی په توګه انتصاب شوې، د مجلس د رئیس له خوا ترسره شول او پخوانۍ سناتورې لیلما احمدي ته چې غړیتوب یې په مشرانو جرګې کې پای ته رسیدلې وو، د نوموړې له کړنو څخه د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره خدای پاماني وشوه.
په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د لاهور ناسته یواځې د تیرو تیروتنو تکرار یاد کړ او ویې ویل، پاکستان هیڅکله هم د افغانستان پر وړاندې رښتینې عمل نه دې کړی او دا ډول ناستې به هم ګټورې پایلې ونه لري.
د دولت له استازي پرته د دا ډول خبرو اترو ترسره کول کوم ځای ته نه رسیږي او په یادې ناسته کې د ډیورنډ فرضي لیکې د مسلې یادول که د هر چا له خوا شوي وي، بی معنی او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل او د ذلت وروستې حد په ډاګه کوي ځکه د خلکو پرته هیڅوک دا حق نه لري چې دغه ډول موارد د پاکستان له خوا په جوړې شوې تکتیکي ناسته کې مطرح کړي.
همدا راز په نننۍ ناسته کې د طالبانو له منګولو څخه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په آزادولو کې د اتلو امنیتي ځواکونو په ستایلو سره، دغه بریالیتوب یو ښه خبر او په دغه ولایت کې د دښمن د زوال پيل وګڼل شو خو د تخار او غور ولایتونو د سقوط خطر څخه چې دښمن په کې د پام وړ پرمختګونه کړي او د بریدګرو په ټکولو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو په نه پاملرنې اندېښنې او سختې نیوکې وشوې او وویل شول چې طالبانو د تالقانو ښار تر څنګ زیات کلي نیولي او یو سل متره پله ته یې هم چاودنه ورکړې چې ښار یې د خپلو کوليو له ګواښ سره مخامخ کړى دې.
د مجلس ګڼ شمېر غړو سوله ییز اعتراضونه او راټولېدنې د هېوادوالو قانوني حق وباله او ویې ویل، کومه غونډه چې نن په غازي سټیډیوم کې د جمهوري ریاست د یو شمېر نوماندانو له خوا جوړه شوې ده، په ښار کې د ترافیکي زیاتې ګڼې ګوڼې او د سړکونو د بندېدو سبب شوي، او خلک یې له پريښاني سره مخامخ کړی، دا چې د  جمهوري ریاست ټاکنو ته کمه موده پاتې ده باید نوماندان د خلکو سره د نرمۍ کار واخلي او خپل اعتراضونه دې په داسې ډول روښانه کړي چې د خلکو د ناخوښۍ سبب نه شي او عامه ذهنونه د راتلونکې په نسبت ګډوډ نه کړي.
په آزاد بحث کې همدا راز د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون کاري بهیر کې ناغیړي، د پولي معاملاتو په ترسره کولو سره کابل ښار کې د کورنیو چارو وزرات له خوا د یو فریب کار خوشې کول، د بلخ او فاریاب ولیاتونو کې د یو شمېر حکومتي مسئولانو معرفي څخه د زورواکو ممانعت، د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو کې د غیر مسئولو وسله والو زیاتوالې او د خلکو اندېښنې، د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د اووم پړاو پيل او ځینې نور مسایل وو چې په نننۍ غونډه کې مطرح شول.
د بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار لاهور ناسته کې د افغان سیاسیون د ګدون منفی انعکاسونو څخه یادونه وکړه او د جمهور رئیس څخه یې وغوښتل تر څو د سولې خبرو د پرمخ بیولو له پاره د مصالحې د عالي شورا ناسته راوبلې او د دوې د نظریو په جمعبندۍ سره یوه پیشنهادي لړۍ د واحد او رسمي غږ په توګه په مذاکراتو کې د حکومت د حنجرې څخه خپره شي، ځکه د حکومت د دریځ پرته هیڅ ناسته نه شي کولای مشروعیت ولري.
فضل هادي مسلم یار په داسې حال کې چې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له اتلولیو او سرښندنو ستاینه کوله د امنیتي سکتور له مشرتابه یې وغوښتل تر څو د وسله وال پوځ د ښه سمبالولو په موخه د تخار، غور او نورو سیمو د امنیتي وضعیت د بدلون له پاره، چې له ګواښ سره مخ دی کافي او مقتضي اقدامات وکړي. د مجلس رئیس څرګنده کړه چې د ډیورنډ فرضي لیکې مسله خلکو پورې تړاو لري او سیاسیون نه شي کولای پر وړاندې خپلسرې پرېکړه وکړي او هیڅوک دا حق نه لري تر څو ملي حساس مسایل په خپلو ناستو او کمپایني بحثونو کې شامل کړي.
د مجلس ريیس لاریونونه او راټولېدنې د هېوادوالو قانوني حق وباله خو د دا ډول راټولېدنو پر وړاندې د احتمالي خطراتو څخه یې اندېښنه څرګنده کړه او د سیاسیونو او جمهوري ریاست له نوماندانویې وغوښتل تر څو خپل کاري پروګرامونه په سوله ییز ډول پرمخ یوسي او د خلکو ځان او مال ته پاملرنه وکړي او خپلې شخصي ګټې دې شاته پرېږدي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د تل پاتې پرمختیا د موخو د ترلاسه کولو له پاره د آسیا پارلمانونو له پاره دویم سیمه ییز سمینار کې د ګډون څخه د ملي شورا مشرانو جرګې ددوه کسیز پلاوی د سفر رپوټ چې د منګولیا هېواد د ولانباتور ښار کې جوړشوې وو د سناتور کامل بیګ حسیني له خوا غونډې ته وړاندې شو چې د غړو د پام وړ وګرځید.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته