دمرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال ونيول شو .

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٠ :
دبغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال او دوه تنه نورطالبان نن ونيول شول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر او سرپرست سمونوال محمدصادق مرادي باخترآژانس ته وويل : د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوى ولسوال امر الله له دوو تنونورو وسله والو طالبانو سره ددغې ولسوالۍ په خوا جه خان کلي کې له يوې اندازې جنګي وسايلو او چاوديونکو توکو سره ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې د مديريت د منسو بينو  له خوا ونيول شو.
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري ددغوکسانو نيول په سيمه کې د امنيت په تا مينولوکې مهم و بلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته