دمرکزي بغلان دولتي مسوولانو ملت ته دحساب ورکولو په پروګرام کې ګډون وکړ .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
ملت ته ددولت دحساب ورکولو غونډه دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ دادارې له خوا جوړه شوه .
ددغې غونډې په پيل کې چې داغاخان دبنسټ  په همکارى ترسره شوه پکې دسيمې مشرانو ، دپرمختيايي شورا رييسانو ، دمدني ټولنې مسوولانو ، او ددغې ولسوالۍ داداري واحدونو مسوولانو او استازو ګډون کړى و .
ددولتي ادارو مسوولانو دخپل کړه وړه  فعاليتونه بيان کړل .
دمرکزي بغلان ولسوالۍ  اجراييه مدير  انجنير نعمت  ګل  دانکشافي شورا او ميرمنو لپاره په ظرفيت  جوړولو کې داغاخان له انکشافي بنسټ  څخه په قدرداني  سره ددغه شان  غونډو جوړول دښه حکومتوالى څرګندوي وباله  او رول يې دخلکو دستونزو په لرې کولو کې مهم اواساسي وباله .
دمرکزي بغلان دپرمختيايي شورا  رييس ارباب فرارمرز اداري فساد  دافغانستان دخلکو په تيره بيا دبغلان داوسيدونکو ستونزه وباله  او څرګنده کړه چې ملت ته دچارو دمسوولانو رپوټ ورکول دمساعدو زمينو دبرابرولو ددې سبب کيږي چې اداري فساد څه ناڅه کم شي .
ده په بغلان کې دښځو  او دټولو اوسيدونکو ديو والي دظرفيت جوړولو په برخه کې داغاخان  دپرمختيايي بنسټ له کړه وړه څخه په قدرداني سره ټينګار وکړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته