نړۍ

دمرکزي افريقا جمهور رييس استعفا وکړه.

بانجي   رويترز – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دمرکزي افريقا جمهوريت جمهور رييس ميشل جوتوديا  پرون استعفا وکړه .
د رويترز دخبرله مخې ،  دى  دمرکزي  افريقا په جمهوريت کې دمسلمان  مذهبي اقليت استازې   دى  چې ځان يې د تيرکال د مارچ  په مياشت  کې جمهور   رييس
اعلام کړ .
سره له دې چې پخوا دمرکزي افريقا جمهوريت د دولتي مقاماتو او دمخالفينو ترمنځ د اوربند موافقه ليک لاسليک شوى و،  جمهور رييس استعفا وکړه.
تيرکال دمسلمانانو په ګډون دسلکا دپوځيانو مليشه ډوله ډلې دمرکزي افريقا دجمهوريت پايتخت د فرانسوا دبانجي ښار ونيوه  او دپخوانۍ جمهور  رييس بوزيزه  راپرځول  له  هيواد څخه په تيښتې ته اړ شو.
په بانجي ښارکې د دسمبر دمياشتې په لومړيو وختو کې دسلکا د پوځي  ډوله  مليشو او دمسيحي مخالفو ياغيانو ترمنځ نښته پيل  شوه .
ملګرو ملتو دسازمان دشميرنو ته په پاملرنې سره ددغې نښتې په بهير  کې څه ناڅه شپږ سوه تنه ووژلشول او يو سلو نهه پنځوس زره  تنه نور له  خپلو کورونو څخه تيښټې ته اړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته