سیاست

دمدني ټولنې فعالينو له حکومتي مقاماتو څخه وغوښتل چې دوسله والو مخالفينو په وړاندې څرګند دريځ غوره کړي.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د مدني  ټولنې يو شمير فعالينو ، ورځپاڼه ليکوونکو او کابل ښاريانو نن دلاريون په ترڅ کې له حکومتي مقاماتو څخه  وغوښتل چې دوسله والو مخالفينوپه وړاندې څرګند دريځ غوره کړي  او د امنيتي مرکزونو او  دشهيدانو د وارثانو ملاتړ وکړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :   دمدني  ټولنې يو زيات شمير   فعالينو ، ورځپاڼه ليکوونکو او کابل ښاريانو نن  د نوي ښار په  پارک کې په راټوليدو سره دپاکستان داستخباراتو دګوډاګيانو له خوا د کونړ ولايت په غازى آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو  د ٢١ تنو سرتيرو دشهادت دعاملينو دغندلو په ترڅ کې له حکومتي مقاماتو څخه وغوښتل چې د دولت دوسله والو مخالفينو او له طالبانو سره  د سولې دخبرو په  وړاندې مشخص دريځ غوره کړى او د طالبانو ورور  بلل توجيه او په دې باب دې خلکو ته څرګند ځواب ورکړي .
اعتراض کوونکو دغه  راز دافغانستان له حکومت څخه   وغوښتل چې د کونړ ولايت په غازى آباد کې دملي اردو دځواکونو د ميړانې  د درناوي په خاطر ددغو شهيدانو او دهيواد د دفاع د لارې دنورو شهيدانو له  وارثانو سره مرسته وکړى او دهغوى دفاع وکړي  او دامنيتي ځواکونو دسمبالولو او دوسله والو کولو په نسبت دقيق پروګرامونه  جوړ کړي .
دغه مظاهرې په داسې حال کې کيږي چې  تيره  شپه هم  د مدني ټولنې  يو شمير فعالينو،درسنيو کارکوونکو او کابل ښاريانو په  ورته لاريون ته لاس پورې کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته