دمدني ټولنې غړو دهيواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
کابل باختر دوږې اوومه :
دمدني ټولنې يوشمير غړو نن دهيواد له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ. .
دباختراژانس دخبر له مخې، دمدني ټولنې په سلګونو تنو غړو دحامدکرزي نړيوال هوايي ډګر ته په غځيدلي واټ کې دلاريون په کولو او هنري نمايشاتو په اجرا کولو او دهيواد امنيتي منسوبينو ته دګلانودګيډيو په ورکولو سره له هغوى سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
ددغه لاريون برخه والو دډاراچوونکو دبريدونواودځينوبهرنيو کړيو داستخباراتي سازمانونو د دسيسو دشنډولو په وړاندې دهيواد دامنيتي او دفاعي منسوبينو ميړانه او زړورتيا وستايل او ژمنه يې وکړه چې داړتيا په صورت کې دهيواد او خلکو ددفاع لپاره ددغو منسوبينو تر څنګ ودريږي .