کابل – باختر دکب دمياشتې ٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس دمدني محاکماتو داصولو دقانون د ١٧٩ مادې دتعديل په باب يو فرمان صادر کړ.
دچارو د اداري او دوزيرانو شورا ددارلانشا د ادارې داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دجمهوررييس په فرمان کې ويل شوي دي .
لومړۍ ماده :
دمدني محاکماتو داصولو دقانون د ١٧٩ مادې تعديل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دوزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال دکب دمياشتې د پنځمې نيټې په غونډه کې تصويب شوه ، توشيح کوم .
دويمه ماده :
دعدليې وزير اوپه پارلماني چارو کې ددولت وزير موظف دى چې دغه فرمان دملي شورا دلومړې غونډې دجوړيدو له نيټې څخه تر ديرشو ورځوپورې دغې شورا ته وړاندې کړي.
دريمه ماده :
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه نافذ دى او دوزيرانو شورا له مصوبې او له دغه تعديل سره يوځاى دې په رسمي جريده کې خپور شي .
1 1 دقیقه لوستل