کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د وسله والو مخالفينو دوه تنه قوماندانان د ملي اردو د ځواکونو له خوا
ونيول شول .
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ملي اردو خاصې قطعې موظفينو د بشير په نامه د وسله والو مخالفينو د يو قوماندان دنيولو په مقصد د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې
ګډ عمليات تر سره کړل چې له امله يې دغه قوماندان ونيول شو.
ده په ترورستي بريدونو او دچاوديدونکو توکو په پيرودنه کې لاس درلود دغه راز
د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو دخاصې قطعې دموظفينو دګډو عملياتو په بهير کې د محمد نبي په نامه د وسله والو مخالفينو يو بشپړونکى له يو تن ملګري سره يې ونيول شو.
2 1 دقیقه لوستل