٥٠-کابل باختردوري دمياشتې ١٣ :
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت ګرانو هيوادوالو ته دښو مخابراتي خدمتونو دترسره کولو په مقصد پتيلي ده هغو مخابراتي شرکتونو ته چي په افغانستان کي فعاليت لري د جي_ ٣ ددريم نسل جي اس ام دفعاليت اجازه ورکړي.
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت تخنيکي معين انجينر بريالي حسام چي دباختراژانس له خبريال نثاراحمد نوير سره يي خبري کولي وويل دهمدي پروګرام له مخي د جي_ ٣ لومړي جواز څه موده مخکي داتصالاتو مخابراتي شرکت ته ورکړ شو او ورپسي په هغو نورو مخابراتي کمپنيو دجي اس ام ددريم نسل جواز ويشل کيږي چي په افغانستان کي فعاليت لري.
انجينر حسام د جي _ ٣ دتيلفونونو دښيگڼو په باب وويل د جي _ ٣ ښيگڼي به دنورو شبکو په شان دي خو په دي تفکيک سره چي ترڅنګ يي له انترنټ څخه په پراخه توګه او چټکي سره استفاده کيږي او دغه راز تصويري خدمتونه ، تصويري کليپونه اوويديويي کليپونه ترلاسه او وليږي.
ده دخپلو خبروپه دوام وويل اوس دهيواد په سلو کي پنځه اتيا وګړي چي اوولس مليونه خلک پکي شامل دي دمخابراتو ترپوښښ لاندي نيول شوي دي.
لازم بنسټونه لکه فايبر نوري او دغه راز دمايکرويف حلقوي شبکي په افغانستان کي شته چي کيداي شي په سمه او اسانه توګه خلکو ته خدمت وشي له دي امله دمخابراتو وزارت وپتيله چي دانترنت خدمتونه پراخ کړي او دمخابراتو وزارت زيات هدف په لوړ کيفيت سره دمخابراتي خدمتونو اسانه کول دي په همدي علت په اوسنيو شرکتونو د جي _ ٣ جواز ورکړشو.
ده ددغي پوښتني په ځواک کي چي د جي _ ٣ نسل دخدمتونو بيه له نورو مخابراتي خدمتونوسره څه توپيرلري وويل په طبيعي ډول دمخابراتو وزارت په مسقيمه توګه دبيي په تثبيتولو کي يي عمل نه کوي.دپاليسي له مخي موږ تل هڅه کړي ده د مخابراتي شرکتونو ترمنځ دسياليو په رامنځته کولو سره دمخابرو په بيو او دغه راز دمخابرو په کيفيت کي دسياليو اغيزي څرگندي شي .
دغه وزارت باور لري چي په هيواد کي د جي _ ٣ دخدمتونو په وړاندي کولو سره به زموږ خلک دمخابراتي خدمتونو دلوړکيفيت دوړاندي کولو شاهدان وي چي داوسنيو شرايطو زياته اړتيا اوضرورت دي چي يو يي انترنټي خدمتونو وړاندي کول دي .
موږ خپلو هيوادوالو ته له انترنت څخه داستفادي ښه زمينه برابرو په طبيعي ډول بايد دهغه ترڅنګ مناسبه اوښه بيه برابره شي چي خلک يي دورکولو توان ولري.
ده دتيلي کام شرکت اود جي _ ٣ ددريم نسل له لاري دانترنټ دخدمتونو دوړاندي کولو دتوپير په باب وويل په طبيعي ډول دافغان تيلي کام دانترنت خدمتونه دتخنيکي امکاناتو له لاري ترلاسه کيږي هغه انترنت چي دافغان تيلي کام له لاري ويشل کيږي دمخابراتي شبکو له لاري په ښارونو کي جوړشوي دي اوس دغه خدمتونه په کابل ښار ، هرات، کندهار ، مزارشريف اوجلال اباد اوکندز کي ليدل کيږي اوپه يو شمير نورو ولايتونو کي يي کار دوام لري اوپه نږدي راتلوونکي کي به دمخابراتو وزارت له پروګرام سره سم بشپړاوتطبيق شي .
په داسي حال کي چي جي – ٣ کولاي شي په هره سيمه کي فعاليت وکړي دافغان تيلي کام فعاليت په ثابتو ځايونو کي وړاندي کيږ:ي په داسي حال کي چي له جي _ ٣ څخه کيداي شي په گرځنده توګه کار واخيستل شي .
انجينر حسام په دي باب چې په افغانستان کې څومره خلک په انترنت لاسبري لري وويل په افغانستان کې انترنتي خدمتونه اوس په ټيټه کچه دي او په سلو کې له دريو څخه تر څلورو پورې کيږي خوپه هيواد کې د جي _ ٣ په فعاليدو اودغه راز دافغانستان په ښارونو اوولايتونو کې پرمختيايي شبکو په لاسبري سره تر راتلوونکو دريو کلونو پوري دغه شمير په سلو کې پنځوسو ته لوړيږي اوپه دي لاسبري سره دښوونې او روزنې دروغتيا اوسوداګرۍ په سکتورونو اودنورو برخو په وړاندې کولو کې ډيره مهمه اغيزه کوي.
2 2 دقیقې لوستل