ټولنه

دمحمد رضا دانش دفاتحې مراسم پرځاى شول .

کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست ددويم مرستيال قانونپوه سروردانش دوراره محمد رضا دانش دفاتحې مراسم نن داميد سبز  په ښارګوټي کې دنبي اکرم ( ص)  په جامع جومات کې پرځاى شول .
  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ، په دغو مراسمو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  دويم مرستيال  محمد سرور دانش  داجراييه رياست دويم مرستيال  محمد محقق ، دپخواني جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي ، دسترې محکمې رييس محمد يوسف خليل ، داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چاروکې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود ، دکابينې غړو د ملي شورا ددواړو مجلسونو مشرتابه هيئتونو او غړو ، يوشمير جهادي مشرانو ، عالمانو او روحانيونو دخپلواکو ادارو رييسانو ، جنرالانو او لوړ رتبه افسرانو سياسي شخصيتونو دپوهنتونونو استادانو درسنيو  يوشمير کارکوونکو ورځپاڼه ليکوونکو  ، دمدني  ټولنې غړو دپوهنتونونو محصلانو دعلميه حوزې زده کوونکو او مدرسو ، قومي مشرانو ،فرهنګيانو دارواښاد دکورنۍ غړو ، دکابل او دهيواد دنورو ولايتونو ديندارو خلکو په پراخ ډول ګډون کړي و .
ارواښاد محمدرضا دانش دحاجي محمد انور دانش زوى او دجمهوري رياست ددويم مرستيال قانونپوه سرور دانش  وراره  دوه ورځې مخکې دزړه ددريدو له امله په حق ورسيد او دارواښاد جنازه پرون دکابل دلويديځ  په عمومي اډيره کې  خاورو ته سپارل شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته