کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام .
دپوهاند حبيب الرحمن هاله مړينه چې دافغانستان خلکو او فرهنګ ته د څه دپاسه نيمې پيړۍ خدمت وياړ لري زما دخپګان او خواشيني سبب شوه .
پوهاند هاله په کابل پوهنتون کې دژورناليزم داستاد ، دادب دګټوري مجلې دمدير ، دخلکودحقوقو دلارې دمبارزې او دڅوعليمي اثارو دمولف په توګه خپل ټول ارزښتناک عمر افغانستان اوددغه هېواد فرهنګ ته په خدمت کې تير کړ .
دده مړينه هېوادته يوه ستره ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دده کورنۍ او دوستانو او دهېواد علمي ټولنې ته وړاندې کوم متوفى ته دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
0 1 دقیقه لوستل