سیاست

دمحمد اشرف غني دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د ليندى اوومه
د سیاسي او ټولنیز شخصیت عالمزېب خان د مړینې په له امله د افغانستان داسلامي جمهوریت دجمهور رییس محمداشرف غني د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د پښتنو سیاسي او ټولنیز شخصیت او دسولې او پرمختګ سیمه ییز تړون مشر عالمزېب خان خپل روح حق ته وسپاره.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد عالمزېب خان له ځوانۍ راهیسې د خپل ولس د بیدارۍ لپاره نه ستړې کېدونکې کلتوري، سیاسي او ادبي هلې ځلې کړې دي. په دې وروستیو کې یې دا هڅه هم پیل کړې وه چې د ولسي تړون له لارې د لر او بر ترمنځ د کرکې او نفرت دېوالونه ونړوي. د همدې موخې د ترسره کولو لپاره یې څه موده وړاندې د خوشال فکري او ادبي بهیر تر نامه لاندې یوه ستره او اغېرناکه غونډه د خوشال بابا په ټاټوبي اکوړه خټک کې جوړه کړه. په دې غونډه کې هم د پولې دواړو غاړو ته پرتو لیکوالو او شاعرانو د ستونزو د حل لپاره خپل نظرونه او هڅې شریکې کړې. د ارواښاد دغو هڅو تر ډېره رنګ راوړ.
زه د ارواښاد عالمزېب خان فکر او هڅې د پښتون قوم د یووالي لپاره ډېرې ګټورې او اغېزناکې بولم. سپارښتنه او پیغام مې دا دی چې دده فکري لاره باید تعقیب شي.
زه د ارواښاد مړینه یوه لویه ضایعه بولم، کورنۍ، دوستانو او د لر و بر فرهنګیانو ته یې په مړینه تسلیت وایم. پاى -ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته