امنیت

دمحمد آغې ښاروال ټپي شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
په لوګر ولايت کې دوسله والو کسانو دبريد له امله ديو څارنوال په ګډون درې تنه ووژل شول  او ددغه ولايت دمحمد آغې ښاروال ټپي شو .
دغه پيښه نن له غرمې وروسته د دريو بجو په شاوخوا کې دمحمد آغې ولسوالۍ دقتوخيلو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې  دريو تنو يرغلګرو موټرسايکل سپرو ددغې ولسوالۍ د ښاروال د سپرلۍ په کاروان  ډزې وکړې .
دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش باختر آژانس ته وويل  :   چې په دې   بريد کې دڅارنوال محمد نادر په ګډون درې تنه  ووژل شول او دمحمد آغې ښاروال سيف الله  ټپي شو او بريد کوونکي په تيښتې بريالي شول  او امنيتي ځواکونو دهغو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
دغه بريد هغه وخت وشو چې د محمد آغې ښاروال له څارنوال  نادر او څوتنونو او سره د واده له مراسمو څخه د خپلو کورونو  په لورروان و.
دلوګر  دوالي ويندوى  وايي تراوسه روښانه  نه ده  چې دغه  بريد دطالبانو له خوا شوى او يا دشخصي دښمنيو زيږنده  ، ده خو دسيمې يو شمير اوسيدونکي وسله وال طالبان د دغه بريد مسوول بولي .
له بله پلوه ويل کيږي چې  دمحمد آغې ښاروال د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته