دمحمداشرف غني دډاډگيرنې اوخواخوږۍ پيغام

کابل باختر  دزمري  ديرشمه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني د خواشینۍ اوډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبرشوم چې جهادي شخصیت او قومي مشر حاجي ګلاب احمدزې د ورپیښې ناورغې له امله په حق رسیدلې دی.
ارواښاد ګلاب احمدزې د جهاد په سختو کلونو او راورسته موده کې د ولس په څنګ کې وو او د وطن دخیر لپاره ېې هڅې وکړې. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
زه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده زوی ډاکټر محمد اکرم خپلواک ، کورنۍ ، دوستانو او د پکتیا ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دى یې وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته