فرهنګ

دمجسمې جوړولو هنر چې په افغانستان کې يې ناسم تعبير کيږي

کابلباختر د وري٢٣

دمجسمې جوړ ولو هنر چې کيداي شي په ټولنو کې دټولنيزو مفکورو او سليقو څرګندوي وى په افغا نستان کې مناسب حالت  نه لري ، که چيري دغه حالت دوام و کړي په هيواد کې ددغه هنر بشپړ رکود ګواښوي

مجسمه جوړ ونکى اود کا بل پو هنتون دښکلو هنرونو دپو هنځې د مجسمې جوړولو دڅا نګې استاد عبدالحي فرهمند د باخترا ژانس خبريال ته ددغه ټکى په څر ګند ولو سره وويل په هيواد کې  په ټوليزه توګه د هنر حالت او په تيره بيا د مجسمى جوړولو  حالت د انديښنې وړدي که چيري دغه حالت دوام و کړې افغا نستان د هنر يو بشپړ رکود ګوا ښوي

 فرهمند زيا ته کړه له بده مر غه زموږ په هيوادکې د مجسمې او مجسمې جوړولو په باب نا وړه تعبيرونه شته مجسمې جوړول يعني دبت جوړول په داسي حال کې چې داسي نه ده که چيري له اسلام څخه مخکې له مجسمو څخه خرافا تي استفاده کيدله اود پالنې په نا مه ورڅخه استفاده کيدو ، خو نن مجسمه ديو غوره هنر په تو ګه چې انسا ني پيغام اوتګلوره تمثيلوي د بشري تولنې د منلو وړ ګرځيد لى دى

 په نننۍ نړۍ کې له مجسمې څخه د ښکلا  او خلا قيت د زيږندي په تو ګه استفاده کيږي ښارونه اوپارکونه داتلا نو ، پو ها نو ، شا عرا نو ، ليکوالو ، د ورزشي او سينما يې څيرو په مجسمو او په پاى کې ددغه هنر په نوروبيلګو لکه ګلانو اود ډولى څارويو په مجسمو شکلى کيږي اود نړۍ  په زيا ترو ښارو نو کې زموږ د هيواد د اتلا نو او پو ها نو مجسمې د نورو کسا نو د ښارونو ښکلا ده په داسي حال کې چې موږ په خپل هيواد کې دغه شان هنري اثارو ته دبت نوم ورکوو او ورڅخه کرکه لرو

 ده زيا ته کړه د نړۍ  په نورو هيوادو نو کې هنرمندا نو ته بلنه ورکول کيږي چې خپل دود ، عقيدي او فرهنګ د مجسمو په قالب کې ننداري ته وړا ندې کړې او دغه شان هنري اثارو ملا تړ کوي

 استاد فرهمند په خپله په ١٣٨١ کال کې د نړې د اووه ويشتو هيوادو نو ددوه ديرشو هنر مندا نو ترمنځ په سياليو کې لو مړۍ مقام ګټلى دي او په بله سيالۍ کې دده اثر د نړۍ ديو سلو شپږ ويشتو هيوادو نو  ترمنځ جايزه وګټله د چارو له مسئو لينو څخه غو شتنه کوي چې په هيواد کې  د هنر بيلا بيلو اړ خو نو ته پا ملرنه  و کړې  له دي  پرته به موږډير څه له لاسه ورکړو

استاد فرهمند  وا يي سره له دي چې دښکلو هنرونو په پو هنځې کې د مجسمې جوړولو په نا مه يوه څانګه شته او سر  بيره پر دي په ځينو خصوصي روز نيزو  مرکزو نوکې يو شمير په دغى هنري څانګى کې وروزل شي خو دغه مجسمې هنر ته د خلکو مخ کول کمزوري دى اود هغو  محصلا نو شمير چې په دي څانګه کې تر روزنې لا ندې دي هم کم دي

داستاد فرهمند د څرګندونو له مخې ستو نزه يواځې دمحصلانو په کمښت  اودغه هنر ته د خلکو کمزوري مرا جعه کول نه دى د مجسمې  جوړولو څانګه په جدى تو ګه ددر سي موادو له کمښت سره مخا مخه دى ان ګچ چې يوه معمو لى ماده ده د محصلا نو له خوا پيرودل کيږي په هيواد کې د دغه ديپارتمنت د محصلا نو اويا د مجسمې جوړونکو هنرمندا نو د اثارو هيڅ نندارتون نه دى جوړ شوي او هيڅ داسي کار چى دغه مساله  تفهيم شي چې مجسمى جوړول د بت جوړول نه دى نه دى تر سره شوى

 فواد محب زاده  هغه ځوان چى څو کاله کيږي د کا بل پو هنتون د ښکلو هنرو نو د مجسمې جوړ ولو له څانګى څخه فارغ شوى دى خو له خپلي تحصيلى څانګى سره سم د کار په پيدا کولو نه دى بريالى شوى د باختر ا ژانس خبريال ته  وويل له بده مر غه د افغا نستان خلک په هغو مسالو او لالهانديو په بهير کې ښکيل دي چې هنر يي څنډى ته کړي دي هنر په افغا نستان کې بازار نه لري ، ما ونه کړاي شول ځان ته کار پيدا کړم په ادارو کې موږ ته کوم کا رنه پيدا کيږي او که چيري خصوصي بازار ته مرا جعه و کړو زموږ متاع پيرودو نکى نه لر ي

 محب زا ده وويل چې په زيا تو ستو نزو سره يي د مجسمې جوړ ولو هنر زده کړ په پو هنتون کې يوا ځې دمجسمې جوړولو د لارو چارو لوست ور کول کيده خو درسي مواد او وسايل په خپله برا بر ول

 په همدى تر تيب  ددغې هنري څانګى نورو محصلا نو نوري خبري او ګيلې  لري

 د کا بل پو هنتو ن دښکلو هنرو نو دپو هنځې رئيس عالم فرهاد وايي زموږد پو هنځې ترڅنګ دمجسمې جوړولو دديپارتمنت شتون ستر ضرورت دى تجسمې مجسمه ښکلى مجسمې جوړ ول له هغه څخه لوړ دى يعني دښکلو اثارو را منځته کيدل

 د لرغونوډبرو  په دوره کې له ډبرو څخه  د وسايلو په تو ګه استفاده کيدله هنرمندا نو ډبري هغه وسايلو ته بدلول چې  د خلکو اړ تيا  وه وروسته د ملتو نو هويت اود هما غه وخت پيښې د همدى هنرمندا نو په واسطه دتصويرو نو په بڼه په ډبرو کې کيندل  او يا خپلى عقيدى او با ورو نه يې د معبود  په بڼه جوړ ول نن هم مجسمې جوړول د نړۍ په خلکو کې د ظرفيت هنر په تو ګه زيات شمير مينه وال لري

 دسترو کسا نو تمثالو نه او مجسمې نن دسترو ښارو نو او واټو نو ښکلا ده خو په افغا نستان کې له بده مر غه ددغه هنر تعبير بل ډول کيږي  په داسي حال کې چې موږ کولاي شو د مجسمې جوړ ونکى هنرمند او دده له هنري اثارو څخه د خپلو ښارونو د ښکلولو په مقصد استفاده و کړو

ده و منله چې د ښکلو هنرونو ددرسي موادو دروزنيزو وسايلو له کمښت سره مخا مخ دي په داسي حال کې چې په دغه پو هنځې کې کار زيا تره عملى بڼه لري چې بايد مسئولين ور ته  پا ملرنه وکړې له بلى خوا  د هنري نندارتو نو نو له دي جملى څخه دمجسمې جوړولو د نندارتو نو جوړول کولاى شي په هيواد کې د هنري بډاينې په لار کې مرسته و کړې خو له بده مر غه تر او سه پوري په هيواد کې دمجسمې جوړونکو هنرمندا نو د اثارو  هيڅ نندارتون نه درلود

نن ددغى څانګى محصلان له زيا تو اقتصادي ستو نزو سره مخا مخ دى چې بايد ور ته دقت اوپا ملرنه و شي

دهغى ورځې په هيله چې هنر او هنر مند  په افغا نۍ ټولنه کې خپل دريځ بيا غوره کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته