نړۍ

دمتحده عربي اماراتو اوو تنو شهزاده ګانوته دبند حکم

-بروکسل  باختر د چنګاښ  څلورمه :
دبلجيم يوې محکمې  د متحده عربي اماراتو  ديو شهزاده ميرمن او اووه تنه لورګانې  دهغوى  له يوې خدمتګارې سره  دبدچلند په تور په پنځلس پنځلس مياشتو تعليقي بند او په مالي غرامات محکومې کړې .
  دروسيې  دسپوتنيک خبري اژانس پرون  خبر ورکړ  چې  دبلجيم يوې محکمې  داماراتو  ديو شهزاده چې نوم يې نه دى اخستل شوى  ميرمن او لورګانې يې ددوى له خدمتګارې سره  دغير انساني چلند او سپکاوى په تور په پنځلس پنځلس مياشتو  تعليقي بند  او ١٦٥ زرو يورو په نغدي جريمې  محکوم کړې .
له خدمتګارسره دشهزاده ګانې بد چلند په  ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کال څو ځلې  تکرار شوې و  او درې ويشت تنه نورې  خدمتګارانې چې له بيلابيلو هېوادونو څخه و او  ددغه شهزاده له کورنى سره يې  دبروکسل ښار په کنراد هوټل کې اوسيدلې  هم ددوى  له غير انساني چلند سره مخامخې شوې وې .
دهمدې خبرله مخې ، ددغې امارتي کورنى لورګانې خپلو خدمتګارانو ته دسپي خطاب کولې او له هغوى سره يې د غلام په ډول چلند کاوه .او داکار دبلجيم په  ټولنيزو قوانينو کې  جرم شميرل کيږي .
په خبر کې ويل شوي دي چې  دبروکسل  د کنراد هوټل يو پوړ په بشپړه توګه ددغې امارتي بډاې کورنۍ په واک کې و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته