سیاست

دمبارکۍ پيغام

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلواک کميسيون دافغانستان داساسي قانون دتصويب  ديوولسمې کاليزې درارسيدو په مناسبت  په دې شرحه  باختراژانس ته دمبارکۍ پيغام ليږلى دى .
داساسي قانون پرتطبيق  باندې دڅارنې  دخپلواک کميسيون دمشرتابه هيئت  داساسي قانون ، ددغې ملي وثيقې  دتصويب دکاليزې له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  محمد اشرف غني دهيواد اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ، دجمهوري رياست او داجراييه رياست مرستيالانو ، دسترې محکمې رييس او غړو ، دملي شورا ددواړومجلسونو رييسانو او غړو  او دافغانستان  ټول سرلوړي اومسلمان ملت ته مبارکي وايي او دسراسري  امنيت ، ټولنيزې سوکالۍ ،  ددموکراسي  دلازيات  تحقق ،  ملي وفاق ،  ملي واکمنۍ  او په پاى کې  په هيواد کې  ټولو ميشتو قومونو ته داساسي قانون پربنسټ  دقانون دواکمنۍ  او دنظام دټينګښت هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته