سیاست

دمبارکۍ پيغامونه

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
د بهرنيو چارو د وزير ضراراحمد عثماني له خوا  د ٢٠١٤ نوي کال د رارسيدو له امله  داندونيزيا ، ماليزيا ،سينګاپور ، فلپين ،ويتنام ، جاپان ،کوريا ، سريلانکا ، بوتان مالديو ،بنګله ديش ، تايلند او هند دهيوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو په نامه دمبارکۍ پيغامونه ليږل شوي دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
په پيغامونو کې ددې ترڅنګ چې د نوي کال له امله مبارکي ويل شوې ده  ددوه   اړخيزو اړيکو په ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته