دمبارکۍ پيغامونه

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس ډاکتر محمداشرف غني  احمدزي ، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  او دافغانستان دټول مسلمان ملت  په نامه  نن  هم دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت  باخترآژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رسيدلي دي.
په پيغامونو کې دنيکمرغه لوى اختر  دبختورو ورځو په مناسبت  دډيرو ښو مبارکيو  دمراتبو د څرګندولو ترڅنګ په ټول  هېواد کې  دسولې او امنيت  دټينګښت دتامينولو په اړتيا باندې ټينګار شوى دى اوويل شوي دي  چې  دافغانستان دخلکو يوه  اساسي اړتيا په هېواد کې دسراسري سولې او امنيت ټينګښت او دجګړې او ورور وژنې بندول دي چې بايد دسولې  او امنيت دټينګښت او دجګړې او ورور وژنې دبندولو په خاطر  له ټولو امکاناتو څخه کار واخيستل شي .
دغه راز په پيغامونو کې ويل شوي دي  چې دافغانستان ځوريدلى ملت  دژوندانه  په بيلابيلو برخو کې جدي پاملرنې ته اړتيالري  په تيره بيا  دفساددجرړو  ايستل او دټولنيزو اقتصادي  او داداري نابرابريو له منځه وړل.
دغه پيغامونه  ،  دځينو دولتي ادارو ، مدني او فرهنګي بنسټونو اودوګړنيو شوراګانو دمشرتابه هيئتونو ، سياسي ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونو ، دځينو پوهنتونونو او دلوړو او نيمه لوړو  زده کړو  ددولتي او خصوصي موسسو  او ديوشمير ښوونځيو دمشرتابه هيئتونوله خوا رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته