کابل باختر د کب نهه ويشتمه
دالمان فدرالي جمهوريت دجمهور رييس په توګه د يو اخيم ګاوک دانتخاب له امله د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دمبارکي پيغام .
جلالتماب يوخيم ګاوک ،
دالمان دفدرالي جمهوريت جمهور رييس !
خوښ يم دافغانستان دخلکو په نمايندګي دالمان دفدرالي جمهوري رياست په مقام ستاسو جلالتماب دټاکنې له امله خپلې دزړه له کومي مبارکي څرګندې کړم . له شک پرته په دغه مقام باندې ستاسو دعالي جناب ټاکل کيدل، هغو انساني ارمانونو په لاره کې ستاسو خدمت ته ددرناوي او ژور احترام څرګندوي دى چې دالمان خلک يې ستاسو لوړ شخصيت ته لري .
دالمان فدرالي جمهوريت دافغانستان دبيا جوړونې او امنيت او ثبات دتامينولو په لاره کې يو تاريخي دوست او زموږ مهم همکار او ملاتړي دى .
اجازه راکړي يو ځل بيا ددغه هيواد له ټولو دوستانه مرستو په تيره بيا دافغانستان په اړوند د بن دبرخليک ټاکوونکو کنفرانسونود جوړيدو له امله دزړه له کومي مننه وکړم .
جلالتماب جمهور رييس بشپړ باور لرم دافغانستان او دالمان فدرالي جمهوريت ترمنځ د دوستۍ لرغونو پيوندونو ته په پاملرنې سره به ستاسو د جلالتماب تر خردمندانه مشري لاندې ددواړو هيوادونو ترمنځ متقابل اړيکې او همکاري دپخوا په شان دوام او لازياته پراختيا ومومي .
ستاسو دجلالتماب روغتيا او سلامتيا او دالمان دفدرالي جمهوريت دخلکو پرمختګ او نيکمرغي زما هيله ده