دمبارکي پيغام .

کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوادايتاليا جمهوريت دصدراعظم په نامه په دغه مقام دده دټاکل کيدو له امله روم ته دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .
په پيغام کې ويل شوي دي .
خوښ يم چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب د ايتاليا جمهوريت دصدراعظم په توګه دتاسو دټاکل کيدو په مناسبت د ډيرو ښو مبارکيو مراتب څرګندوم .
دافغانستان خلک دخپل هيواد دبياجوړولو په بهير کې ددوست هيواد ايتاليا ونده  او ملاتړ ارزښتناک بولى هيله لرو ددوستانه اړيکو په نوى فصل سره چې له ايتاليا سره دستراتيژيکي  همکاريو دسندپه لاسليک سره ټينګې شوي دي .
په ټولو برخو کې ددواړو هيوادونوترمنځ اړيکې پراختيا ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته