دمبارکي پيغامونه.
١٠-کابل باختر د لړم څلورمه
دنيکمرغه لوى اختر له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي ، دجمهوري رياست دمرستيالانو، دکابينې دغړو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو، قاضي القضات ، لوى څارنوال او دافغانستان دټول مومن او ديندار ملت په نامه دمبارکي پيغامونه باختر اژانس ته رسيدلي دي .
په دغو پيغامونوکې په دې ترڅ کې چې دلوى خداى (ج ) له دربار څخه دنيکمرغه لوى اختر په برکت زموږ په هيواد کې د سراسري سولې او امنيت نيکمرغي اوسوکالي هيله شوې ده .
ويل شوى دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ٤٥ ګڼه فرمان له مادو سره سم داداري فساد ، دنشه يي توکو دتوليد او قاچاقو، دبشر دحقوقو دتر پښو لاندې کولو دجرړو په ايستلو او په کلي توګه دهغو ټولنيزو ناخوالو او عواملو پرخلاف چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دنظام دارزښتونو دکمزورتيا سبب کيږي په جدي مبارزې تينګار شوى دى .
دغه پيغامونه داطلاعاتو اوفرهنګ ، عامې روغتيا ، لوړو زده کړو ، سوداګرۍ او صنايعو ، انرژي اواوبو ، کانونو ، عدليې ، فوايد عامې دسرحدونو قومونو او قبايلو دچارو او دمهاجرينو دراستنولودچارو دوزارتونو ، لوى څارنوالي، داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون ، دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست دمشرتابه هيئت او منسوبينو ، دکابل دخلکو دسراسري شورا ، دسليمان خيلو دقوم دټولنيزې سراسري شورا ، دبدخشان دوالي او ددغه ولايت دمشرتابه هيئت ، دپوهنې وزارت دتدريسي معين او دتدريسي معينيت دمنسوبينو ، نوى کابل بانک ، داحصايي دمرکزي ادارې ، دکابل دوالي ، داداري فساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې ، دافغانستان دکسب ګرو دملي اتحاديي ، دافغانستان دترکمنانو دسراسري شورا ، دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو ، دافغانستان دځوانانو داتحاديي ، دافغانستان دکارکوونکو د ملي اتحاديي د ١٠١ اسمايي زون دقوماندان ، دافغانستان داسلامي جمعيت ، ، دافغانستان دحرکت اسلامي او دحق او عدالت دګوندونو ، دکابل دطبي پوهنتون داستادانو دټولنې ، دابن سينا داندراګاندي دماشوم دروغتيا ، ملالي او داستقلال دروغتونونو،دافغانستان د ډاکترانو او دروغتيايي دکارکوونکو د سراسري اتحاديي ، دشهيد سردار محمد داود خان ، ستاره ، حاجي عبدالقدير شهيد ، ابو القاسم فردوسي ، عبدالهادي داوي او دالفت دليسو ، دروغتيايي قوانينو دتطبيق دڅيړنې درييس او دکارکونکو ، دالکوزي دنړيوال شرکت، ميوند بانک ، دلوګر ولايت دخلکو دسراسري شورا ،دکابل ښار دپوهنې رييس او دقومونو او قبايلو په چارو کې دسلاکار وزير وحيد الله سباوون له خوا رارسيدلي دي .