سیاست

دمبارکي پيغامونه .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني،  جګپوړو دولتي مقاماتو او دافغانستان دټول ملت په نامه نن هم دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت باختراژانس ته  دمبارکي پيغامونه رسيدلي دي .
په پيغامونو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت مشرتابه او جګپوړو حکومتي مقاماتو او ټولو هېوادوالو ته دمبارکۍ د ډيرو ښو مراتبو دڅرګندولو تر څنګ هيله شوې ده چې دافغانستان خلک  په اساسي  توګه په ديني لارښوونو په پوهيدو سره په هېواد کې دجګړې دبندولو  او دسراسري   سولې دتامينولو لپاره له  بل هروخت څخه زياتې هلې ځلې  وکړي ځکه دافغانستان دخلکو دښمنان هڅه کوي چې ددغه هېواد د ستر ملت ترمنځ دنفاق دتخم په شيندلو سره په هېواد کې دجګړې اور بل وساتي او په دې ترتيب دخپلو ناوړو موخو په لټه کې واوسي .
په پيغامونوکې ډار اچوونه دسيمې  دټولو هېوادونوګډ دښمن بلل شوى او تينګار شوى دى هغه هېوادونه چې له ډار اچونې  دنورو هېوادونو پرخلاف دفشار دهرم  په توګه استفاده کوي  تحريم او تجريد شي .
په همدې ترتيب  په پيغامونوکې اداري فساد ، دنشه يي توکو کرکيله او قاچاق او ګروهي  قومي او ګوندي  ګټو ته لمن وهل ، دجګړې دپراختيا اصلي عوامل بلل شوي دي او  له هغه څه سره دمبارزې په خاطر چې  کرغيړنتيا بلل شوې ده بيا ژمنه شوې ده .
دغه پيغامونه  دځينو وزارتونو دلوړو زده کړو  دموسسو ، ټولنيزو سازمانونو امنيتي ، فرهنګي او قومي بنسټونو ، ښوونځيو او دنورو بنسټونو دمشرتابه هيئتونو او دافغان ترک دښوونځيو درييس له خوا  رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته