سیاست

دمبارکى پيغام

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١١
د عمان پاچا سلطان قابوس بن سعيد د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په نامه د يو پيغام په ليږلو سره د روژې دمبارکې مياشتې د را رسيدو له امله مبارکي ويلې ده.
په پيغام کې د روژې د مبارکې مياشتې د را رسيدو له امله دمبارکي د ويلو په ترڅ کې ويل شوى دي: تاسوته روغتيا او د افغانستان ملت ته د نيکمرغي او پرمختګ هيله کوم. دلوى خداى (ج) له دربار څخه هيله کوم چې په ټولو مسلمانانو رحم وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته