سیاست

دمبارکى پيغامونه

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي، د کابينې د غړو او د افغانستان د ملت په نامه د نوى هجري لمريزکال د را رسيدو له امله د مبارکى پيغامونه را رسيدلي دي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دغو پيغامونوکې دنوى هجري لمريزکال د رارسيدو له امله د مبارکيو د ډيرو ښو مراتبو دڅرګنديدوترڅنګ ويل شوي دي چې نوى کال د ښه ژوندکولو پيغام لري. دغه ورځ له سکون او سوړوالى سره د مخه ښې ډالۍ ده. له دې امله بايدله دې ورځې څخه د دې خاورې دانسان دښه ژوندپه خاطر په نوښت سره ګټه واخستل شي، تر څو په هغه څه باندې د برى لاره پرانستل شي چې بدګڼل کيږي .
دغه پيغامونه دځينو وزراتونو او دولتي ادارو، د ځينو ولايتونو د واليانو، مدني، فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو، د لوړو زده کړو د موسسو، ښوونځيو، قومي شوراګانو، بانکونو، توليدي او تجارتي موسسوڅخه را رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته