-کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني ، جګپوړو دولتي مقاماتو او دهېواد دټول مسلمان په نامه دنيکرغه کوچنى اختر په مناسبت دمبارکي پيغامونه باختراژانس ته رسيدلي دي .
په پيغامونوکې ددې تر څنګ چې دنيکمرغه کوچني اختر له امله دهېواد مشرانو اوخلکو ته مبارکي ويل شوې ده طرحه شوي دي . چې داختر پيغام له دښمنى او کدورت څخه لرې والې دى . په همدې دليل مخالفين بايد پوه شي چې دين هيڅکله وژل ، چاودنه او ځان وژنه نه مني . او هغه ردوي . هغه کسان چې داسلام د مبين دين رښتيني پيروان دي هيڅکله نه غواړي دخپل مومن هېوادوال وينه تويه کړي . پرته له دې چې غواړي دښمن ته خدمت وکړي .
په پيغامونوکې دهېواد دمشرتابه دسوله غوښتونکي سياست هرکلى شوى دى او دهغه دتحقق لپاره تيارى څرګند شوى دى .
دغه پيغامونه ديوشمير وزارتونو ، ولايتونو ، مدني او فرهنګي بنسټونو ، سياسي او ټولنيزو سازمانونو ،دښوونځيو، دلوړو زده کړو دموسسو ، بانکونو اود اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو دمشرتابه هيئتونو له خوا ليږل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل