سیاست

دمبارکى پيغامونه

کابل باختر دمرغومي لسمه :
دملي شورا دمشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار له خوا د ٢٠١٤ ميلادي کال د را رسيدو  له امله د بېلابېلوهيوادونو د سنا مجلسونو د رييسانو په نامه د مبارکى پيغامونه ليږل شوي دي.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه پيغامونه د امريکا د متحده ايالاتو، ايټاليا، جاپان، هندوستان، کانادا، هسپانيا، استراليا او د پاکستان د سنا د مجلسونو د رييسانو او د ډنمارک ، فنلند او ناروې د هيوادونو د پارلمانونو د رييسانو په نامه ليږل شوي دي.
دغه راز د مشرانوجرګې د رييس له خوا د چين د خلکو د ملي کانګرس د رييس، د ترکيې د ملي شورا د رييس، د بريټانيا د مشرانو د مجلس د رييس، د جرمني د فدرال شورا د رييس او د فدراتيفې  روسيې  جمهوريت د فدرالي  شورا د رييس په نامه ورته پيغامونه ليږل شوي دي.
  په پيغامونوکې د الله (ج ) له دربارڅخه نوى کال د نړۍ ملتونو ته د سولې، نيکمرغي او ورور ولي دکال هيله شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته