امنیت

دماين په چاودنه کې دملي اردو يوسرتيرى شهيد اوپنځه تنه ماين ښخوونکي تروريستان ونيول شول .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
دملي اردو يوسرتيرى  په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو يوسرتيرى  دامنيتي  دندو دترسره کولو په بهير کې په واټ کې دښخ  کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو .
دملي دفاع وزارت دويندوى دمطبوعاتي دفتر مسوول ددغه سرتيرى شهادت تاييد کړ خو دپيښې  ځاى يې مشخص نه کړ .
ديوبل خبرله مخې ،  پنځه تنه تروريست طالبان چې غوښتل يې دوسايطو ضد ماينونه دهلمند ولايت دموسي قلعه  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي له پنځو ماينونو سره دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته