په خوست ولايت کې نن له غرمي وروسته دماين د چاودنې له امله څلور تنه ملکي کسان ووژل شول اويوتن بل ټپي شو.
دغه چاودنه دشواک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له هغه وروسته وشوه چي دملکي کسانو دسپرلۍ يو موتر په واټ کې په ايښودل شوي ماين وخوت.
په بګرام کې دامريکايي ځواکونو باختراژانس ته ديوي خبرپاڼي په ليږلوسره ويلي دي چې دماين دچاودنې له امله ديوي ښځي په ګډون درې تنه ملکي وګړي ووژل شول اويوه بله ښځه ټپي شوې ده .
په خبرپاڼه کې وسله وال طالبان ددغي پيښي مسوول پيژندل شوي دي .